د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ۲۰۲۰ز کال د فعالیتونو د ارزونې ناسته پیل شوه

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۴:۳۶
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ۲۰۲۰ز کال د فعالیتونو د ارزونې ناسته پیل شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ۲۰۲۰ز کال د فعالیتونو د ارزونې ناسته په هرات ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو د معین، د ښځو چارو وزارت د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا معینې، د هرات ولایت مقام د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیالې او نورو چارواکیو په حضور کې پیل شوه.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو مرستیال ښاغلي پوپل حبیبي وویل : دا پروګرام له ۲۰۰۹ز کال راهیسي په ۵ ولایتونو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې پیل شوی و او اوس د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت لري. دا پروګرام به له دې وروسته د ښځو چارو وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. دا پروګرام خورا حساس پروګرام دی او د ښځو چارو وزارت باید یادو حساسیتونو ته په پام دا فعالیتونه مخته‌ یوسي او هڅه وشي، چې د دې پروګرام لومړنۍ مرحله ۲۰۲۳جون پورې ده، د دویمې مرحلې د بیا تمدید لپاره په موثر ډول مخته لاړ شي.

د ښځو چارو وزارت د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا معینې آغلې نذيره رحمان هم په خپله وینا کې وویل، چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام انتقال دې وزارت ته د جلالتمآب جمهور رییس د فرمان پر بنسټ و، چې د ښځو چارو وزارت يې له یو پالیسي جوړونکي وزارت څخه په یو اجراييوي وزارت تبدیل کړ .

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام اجراییوي رییس آغلې لطیفه مجیدي وویل، چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام وتوانېد چې په ۲۰۲۰ز کال کې ۳۷۹۱ پرمختايي شوراګانې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر پوښښ لاندې راولي او په دې شوراګانو کې ۲۰۷۰۰ د پس انداز ګروپونه تاسیس کړي، چې له دې طریقه يې ۱۳۹۲۹۹ کلیوالي مېرمنې تر پوښښ لاندې راوستې ‌دي. دا پروګرام وتوانېد، چې په یو کال کې کابو ۱۰۰ مېلیونه افغانۍ دې ګروپونو ته تزریق کړي، د دې تر څنګ د راستنو شویو لپاره د تشبثاتو د پرمختیا پروژې له طریقه بېرته راستنو شوېو کډوالو کابو ۸۱۷۰ متر مربع غالۍ اوبدلې دي، چې ارزښت يې له ۲۱مېلیونه افغانیو ډېر وو.

د دې تر څنګ په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د باڼسونو د کر او ترويج په موخه دوه مرکزونه هم پرانیستل شوي، چې کلیوال صنعتکاران په‌ کې د باڼس له لرګي څخه د تولیداتو جوړولو په موخه په کار بوخت دي. دا ناسته به د درې ورځو لپاره دوام ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS