د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د مرکزي زون د اړوندو ولایتونو کارکوونکو ته د جندر په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۱۴:۱۸
تدویر کارگاه آموزشی جندر برای ۲۲ تن از کارمندان ولایات زون مرکزی برنامه‌ی ملی انکشاف اقتصاد روستایی

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د جندر د څانګې له‌خوا د ولسوالۍ په کچه د پروګرام د مرکزي زون د همغږۍکارکوونکو ته د جندر په اړوندو موضوعاتو کې درې ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.

په‌دې روزنه کې به د پلازمېنې کابل، لوګر، وردګ، بامیان، کاپیسا، پروان، پنجشیر او دایکندي ولایتونو له اړوندو ولسوالیو څخه د پروګرام د همغږۍ ۲۲ تنه کارکوونکي د جندر د پیژندنې، برابرۍ او مساوات، په ټولنه کې د توپيري سلوک او په دولتي ادارو کې د جندر اړوند ټولنیز، اقتصادي او سیاسي موضوعاتو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.

سربيره پر دې د جندر پر وړاندې د توپیري سلوک په مناسبت به د ګډونوالو له‌خوا په ټولنه او دولتي ادارو کې د ځينو ننګونو د څرګندولو په موخه ګروپي کارونه هم ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې دا ورکشاپ د روان کال د تلې د میاشتي په ۱۵ مه نېټه د دریو ورځو لپاره پېل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې به د پروګرام په مرکزي دفتر کې روان وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

BACK TO NEWS