د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام اجرایوي رییسې بلخ ولایت ته رسمي سفر وکړ
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام اجرایوي رییسې لطیفه مجیدي او ورسره مله پلاوي په بلخ ولایت کې د سپماګروپونو د جوړېدو او د سپما ګروپونو غړیو ته د وړاندې کېدونکیو روزونو لیدنه وکړه.
کلیوالو د دوی په سیمه کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او په ورته برخه کې یې له اغلې مجیدي څخه غوښتنه وکړه چې د دوی د تولیداتو لپاره په ښاري کچه د اړیکو جوړولو لپاره لا هڅه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۴۰۰زرو زیات کلیوال چې ۸۰ سلنه یې مېرمنې دي تر پوښښ لاندې راوستي، چې په همدې روان کال کې یې ورسره له سل مېلیونو افغانیو ډېره بلاعوضه نقدي مرسته هم کړې ده.
