د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د څلورو زونونو کارکوونکو لپاره مالي سرچینو ته د لاسرسي په اړه روزنه ورکړل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د څلورو زونونو کارکوونکيو ته د پروګرام په مرکزي دفتر کابل کې مالي سرچینو ته د لاسرسي په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام تر سره شو.
دکلیوالي اقتصاد د پیاوړتیاملي پروګرام اجرایوي رییسې آغلې لطیفه مجیدي، ګډونوالو ته پهدې ورکشاپ کې د مالي چارو د پرمخوړلو په تړاو مهمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ؛ چې تاسو باید کلیوالو ته د پروګرام په اړه مثبت انځور وړاندې کړئ.
د مهالیزې وړیا پانګې د لېږد پروسه، په ګړندۍ توګه د دې مرستې د لېږد په برخه کې د اطلاعاتي سیستم MIS نقش، له پور ورکوونکیو موسسو سره د کلیوالي بنسټونو د اړیکو څرنګوالی، کلیوالي اتحادیو او سپماګروپونو ته د بانکي حسابونو پرانیستل هغه موضوعات وو، چې د دې روزنیز ورکشاپ په لومړۍ ورځ ګډونوالو ته وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې دا روزنیز ورکشاپ به د پروګرام په مرکزي دفتر کابل کې سبا هم روان وي.
