د کلیوالي اقتصاد د پرمختیا پروګرام د پیلیزې څيړنې راپور وړاندې شو او له لیتاکا پروګرام سرهوکړه لیک لاسلیک شو

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۹:۱۳
ارایه‌ی گزارش تحقیق مقدماتی برنامه‌ی انکشاف اقتصاد روستایی و امضای تفاهمنامه با برنامه‌ی لیتاکا
د افغانستان د کلیو پرمختیا انسټیټيوټ د یوې غونډې په ترڅ کې چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین پوپل حبیبي هم په کې ګډون درلود د افغان – تاجیک پولې په اوږدو کې د معیشت د ودې د پروژې ( لیتاکا) د اغیزناکتیا د څیړنې په موخه له یادې پروژې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ او همدا راز یې د ښځو وزارت د کلیوالي ښځو د اقتصاد د پرمختیا پروګرام مقدماتي څيړنه ددغه پروګرام له مشرتابه پلاوې ته وړاندې کړه. په دې غونډه کې ښاغلي حبیبي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کړنو د ښه کیدا په موخه د تګلارو جوړولو په اړه خوښي وښوده او ویې ویل:« هیله شته چې انسټيټيوټ به په هر څيړنه کې خپلې بنسټیزې موندنې د وزارت له مشرتابه او پروګرامونو سره شریکې کړي چې په راتلونکي کې ګټورې، ارزانې، او تلپاتې پروژې پلان او تطبیق شي چې دا چاره د وزارت بنسټیزه موخه ( د کلیوالي اقتصاد وده او له بې وزلۍ سره مبارزه) پیاوړې کړي» په دې غونډه کې د وزارت نږدې ۱۰۰ تنو کارکوونکو ګډون کړی و، په پای کې هغو کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول چې په دې برخه کې ځلیدلي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS