د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن په مطبوعاتي کنفرانس کې د ملي دسترخوان په اړه ولس ته معلومات ور کړل

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۱۷:۴۳
کنفرانس

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د ملي دسترخوان پروګرام د تخنیکي جوړښت او نور میکانیزمونو په اړه نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خبري کنفرانس له لارې ملت ته معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي کریمي وویل، یاد پروګرام په ټول هېواد کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت  د ولسي تړون ملي پروګرام له لوری د کليوالي شوراګانو په مرسته په دوو پړاونو کې پلی کیږي، چې په لومړي پړاو کې به د هېواد د ۳۴ ولایتونو  په ۱۲۳ ولسوالیو او ۱۲۸۹۶ کليو کې ۱،۷۶ ميلیونه کورنیو ته د خوراکي توکو  کڅوړې  وویشل شي، چې اوړه، وریجې، لوبیا، نخود او صابون په کې شامل دي او ۸۶ ميلیونه ډالره لګښت لري.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، په دویم پړاو کې به پاتې سېمې چې څه کم ۲۰ زره کلي او ۲،۵ ميلیونه کورنۍ کيږي، د ۱۵۸ ميلیونه  ډالرو په ارزښت به ورته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر په دې پروګرام کې د روڼیتا په موخه وویل، له وېش مخکې به د کرونا او د ملي دسترخوان پروګرام په اړه په کلیو کې عامه پوهاوی کیږي، شوراګانې منسجمې کیږي، د هر کلي معلومات را ټولیږي، د اړمنو کسانو لېست برابریږي، د نظارت، شکایاتو، تدارکاتو او وېشلو کمېټي جوړیږي او بیا مواد وېشل کیږي.
د موادو په اخېستلو، وېشلو کې ولسونو داخل دي، دوی پیسې مصرفوي او بیرته یې حکومت ته ځواب ورکوي او  د دې ترڅنګ د رونټيا په موخه به اپلکېشن هم جوړ شي، چې د ټولو اخېستوونکو او پروسې معلومات به په کې خوندي وي او هر څوک به په اسانه ورته لاسرسی ولري.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، دا ملي پروګرام له کرونا ځپلو سره د مرستې په موخه جوړ شوی چې له هېوادوالو سره بیړنۍ مرستې وکړې، د زېربنايي پروژو په برخه کې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت  د روان کال په اوږدو کې له زرو زیاتې پروژې د څښاک اوبو، ترانسپورت، د کرنیزو ځمکو د اوبه کولو په برخه کې تطبیق کړي، چې  څه کم ۱،۵ ميلیونه خلک ترې ګټه اخلي او د څه کم اته زره پروژو چارې روانې دي، چې تر درو ميلیونه زیات خلک به ترې ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې ملي دسترخوان پروګرام د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په  کلیو، د سیمه ییزو اروګانو خپلواکې ادارې له لوري په ښارونو او د کابل ښاروالي له لوري د کابل په ښار کې پلی کیږي چې د افغانستان له نوي سلنه نفوس سره به مرسته وکړي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS