د کاپیسا ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې له کار څخه نظارت

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۳:۳۶
څیرمه

د کاپیسا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست انجنیري تخنیکي ټیم د (۱۰) متر مکعب صحي اوبو په ظرفیت سره د سولر پمپ سیسټم د اوبو رسولو د شبکې، د کوهبند ولسوالۍ اړوند د میر اکبر شاه شهید متوسطه ښوونځي په انګړ کې د لس عصري تشنابونو په لرلو سره د یو باب صحي مبرز چې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او همغږۍ، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې په تطبیق سره جوړیږي، نظارت ترسره کړ. د یاد پروژې په بشپړیدو سره د میر اکبر شاه شهید متوسطه ښوونځي د ۵۵۷ زده کوونکو، ښوونکو او کارکوونکو د صحي څښاک اوبو او د عصري معیاري مبرزونو د نشتوالي ستونزه حل شي او  نوموړي ښوونځي ته څیرمه د ده نو علیا کلي (۱۶) کورنۍ به هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یو اين ډي پي (UNDP) له رئيس سره وکتل

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) له رئیس ښاغلي سټیفن روډریکس او مل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اهل تشیع د علماوو ټولنې او قومي مشرانو له رئیس او ولایتي مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اهل تشیع د علماوو ټولنې او قومي مشرانو له رئیس محترم حجت‌الاسلام سید حسن فاضل‌زاده او د کابل، میدان وردګ، غور، بامیان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لوګر ولایت له مرستیال والي او یو شمېر رئیسانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د لوګر له مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د یاد ولایت له ښاروال، اداري اصلاحاتو ، پېښو په وړاندې د مبارزې. . .

BACK TO NEWS