د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ګبیون ډوله محافظتي دیوال د جوړولو چارې روانې دي

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۱۳:۲۸
کابل

د کلیو  بیا رغونې او پراختیا  وزارت د سیمه ییز پروګرام له  لوري د کابل په سروبي ولسوالي کې  د ګبیون ډوله محافظتي دیوال د جوړولو چارې نږدې ۳۰ سلنه مخ ته تللي دي.
پر دغې پروژې چې د جلالتمآب جمهور رییس په ځانګړې سپارښتنه په یاده ولسوالي کې د سیلابونو د زیان د مخنیوي په موخه د تطبیق په حال کې ده چې ۳۳۴ ميليونه  افغانۍ  لګښت پرې  راځي او له ملي بودیجې تمویل شویده.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال شا او خوا سل زره کاري ورځې رامنځته او په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۴ زره  اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي.
د یادې پروژې په بشپړیدو به چې عملي کار یې په ۱۳۹۸ یم لمریز کال د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي لخوا پیل شو،  نه یواځې دا چې   د سیلاب د لارې په شا او خوا کې پرتې۱۳۷۶هکټاره کرنیزې ځمکې او سلګونو کورونو ته د سیلاب د زیان د ور رسیدو مخنیوی به  وکړي بلکې د سروبي د بریښنا د بند کاسې ته د سیلاب د خړې د ورتګ مخه به هم ونیسي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS