د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د سړک ترمیم، د کانال پاکولو او د محافظوي دیوال د جوړولو د (47) فرعي پروژو چارې پيل شوې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۵:۳۳
2

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د سړک ترمیم، د کانال پاکولو او د محافظوي دیوال د جوړولو د (47) فرعي پروژو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د نړیوال بانک UNOPS په مالي مرسته او د اکټد دفتر په تخنیکي همکارۍ د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې د (3547683) افغانیو په لګښت د سړک ترمیم، د کانال پاکولو او د محافظوي دیوال د جوړولو د (47) فرعي پروژو چارې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده له خوا پيل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د یادو پروژو په پرانیستغونډه کې د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکو ته خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: خلک پر موږ حق لري، موږ باید هڅه وکړو چې د خپلو ټولو هېوادوالو ته، په ځانګړي توګه کلیوالو ته چې په تیرو شلو کلونو کې له امکاناتو څخه محروم پاتې دي او هیڅ خدمت ورته نه دی شوی، اسانتیاوې برابرې کړو.

 په دغو پروژو کې د (34025) متره سړک جغل اچول او ترمیم، د اوبو لګولو (37756) متره کانال پاککاري، د (849) متره محافظوي دیوال جوړول او (303 ) متره د اوبو لګولو ذخیرو ترمیم شامل دي چې په بشپړیدو سره به یې د (4499) کورنیو د اوبو لګولو او ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

 د یادو پروژو په پرانیست غونډه کې د کابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي محمد یونس حنفي، د وزارت د تمویل کوونکو مؤسسو مشر ډاکټر حیات الله، د کلیوالي اوبو لګولو د ودانیزو چارو رئیس اسدالله عمار، د وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئيس او ویاند ملا نورالهادي عادل، ، د اکټد دفتر مسوولینو، د یادو کلیو سپین ږیرو او اوسیدونکو ګډون کړي وو.

 د یادونې وړ ده چې د سروبي ولسوالۍ په (155) پراختیايي شوراګانو کې د افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام تر پوښښ لاندې د پروژو چارې جریان لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS