د پکتیکا ولایت د ۱۱ ولسوالیو مشرانو او ځوانانو د کلیو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره ولیدل

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۹:۳۰
د پکتیکا ولایت د ۱۱ ولسوالیو  مشرانو او ځوانانو د کلیو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره ولیدل

ید پکتیکا د ۱۱ ولسوالیو قومي مشرانو، سپین ږیرو، علماء کرامو او ځوانانو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي سره په لیدنه کې د یاد ولایت د خلکو ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.

دوي په خپلو ولسوالیو کې د څښاک اوبو، کرنیزو ځمکو لپاره د کانالونو، استنادي دیوالونو، سړکونو، ښوونځیو ته ودانیو جوړولو او یو شمېر نورو ټولګټو پروژو غوښتنې وکړې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د وزارت اړونده برنامو ته په یادو برخو کې د پاملرنې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي کریمي دوي ته ډاډ ورکړ چې، د ولسونو د ښیرازۍ په موخه به د دوی غوښتنو او د ستونزو حل ته جدي پاملرنه کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS