د پروان ولایت په سیدخیل ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د ویش او د اوبو رسولو شبکې څخه نظارت

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۲:۴۶
1

د پروان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبد الصمد صادق د یاد ولایت د سیدخیل ولسوالۍ په چینکي کلي کې د اوبو رسولو شبکې د کار له جریان څخه او په نوموړي ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د ویش له جریان څخه نظارت ترسره کړ. دغه شبکه د یونیسف ادارې په مالي مرسته د ۴۳۷۸۲۹۶ افغانۍ په لګښت جوړیږي چې د ۱۰۰ متر په عمق سره د یوه څاه کیندل، د مبرزونو جوړول، د اوبو د پایپونو سیسټم او ۲۰ متر مکعب ارتفاعي ذخیره، د ۲۰۹۷ متر په اوږدوالي سره د ۷۱ شیردهنونو نښلول شامل دي چې چارې يې ۸۰ سلنه پرمختګ کړی او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS