د هېواد په شمال لویدیځو ولایتونو کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام فعالیتونه ولیدل شول
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام کارکوونکو په سمنګان، جوزجان، فاریاب او بلخ ولایتونو کې د پروګرام فعالیتونه ولیدل.
د سپما ګروپونو جوړول، د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو تشکیل، د ګروپونو د چارو لیدنه او په ګروپونو د قرطاسیې وېش هغه څه دي، چې په دې وروستیو کې د پروګرام د سیمه ییزه کارکوونکو لهخوا په یادو ولایتونو کې ترسره شوي.
