د هېواد د جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل ولسونو سره د کړو ژمنو او لارښونو د تعقیب په موخه ناسته وشوه

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۲ - ۵:۳۲
نشست در ارگ

د کابل ولسونو سره د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني د کړو ژمنو او اړونده ادارو ته د لارښوونو د تعقیب په موخه د سکتوري وزارتونو( کلیو بیارغونې او پراختیا ، د پوهنې ، کرنې، د ښار جوړولو، د اوبو او انرژۍ، حج او اوقافو وزارتونو) خپلواکو ادارو او ولسونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه.
دې ناستې ته د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي وویل، چې د څښاک اوبو، ترانسپورټ، کارېزونو، د استنادي دیوالونو په برخه کې ۱۲۴ پروژې د څه باندې ۵،۵ ميلیونه ډالرو په ارزښت روان کال په کابل کې بشپړې شوي، چې ۶۱ زره کسان ترې ګټه اخلي او همدرنګه د څه باندې ۱۵ ميلیونه ډالرو په ارزښت د ۳۲۸ پروژو چارې روانې دي، چې په بشپړیدو سره به ترې ۱۷۰ زره خلک ګټه واخلي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، په ۱۳۹۹ کال کې ۲۴۴ پروژې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت پلان شوي، چې په کاري بهیر کې به یې تقریبا سل زره کاري ورځې هم رامنځته شي.
د مېرمنو د ژوند ښه والي، په کلیو کې د غربت د کچې کموالي او د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د کابل د درو ولسوالیو چهار اسیاب، بګرامي او استالف په ۶۸ کلیو کې ۶۲۵ د سپما ګروپونه جوړ شوي دي، چې په ۱۳۹۹ کال به ۱۶۰ نور کلي تر پوښښ لاندې راشي او ۳۰۰ نوي د سپما ګروپونه به جوړ شي.
د دې ترڅنګ د کابل ولایت د ده سبز او بګرامیو په ولسوالیو کې بیرته راستانه شویو کډوالو ته د قالینې اوبدلو دستګاوې او نور اړونده مواد ویشل شوي دي، چې دوی ته یې کاري بوختیا برابره کړي او د ژوند اړتیاوې پرې پوره کوي.
باید یاده شي، چې په کابل کې د ۱۳۴ ښوونځيو د جوړولو چارې هم روانې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS