د هیواد په ۵ ولایتونو کې د ښوونځیو ۸ ودانۍ جوړې شوې دي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا برنامې تر سیوري لاندې د ښوونځیو ۸ ودانۍ د هیواد په په پنځو ولایتونو کې د دوو هفتو په جریان جوړې شوې دي.
د ښوونځیو دغه ودانۍ د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې، د لوګر ولایت په برکي برک او محمداغا ولسوالیو کې، د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې، د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې او د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې جوړې شوې دي، چې ۱۲، ۱۰، ۸ یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاکو د پاکو اوبو څاګانې لري.
ددغو ښوونځیو د تطبیق پرمهال کاریګرو ته څه باندې ۲۳ زره کاري ورځې رامنځته شوې، چې د بشپړیدو په صورت کې نږدې دوه زره نرینه او ښځینو زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه مساعده شوې ده.
