د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې څه باندې ۴۵۰ کورنیو ته څښلو پاکې اوبه برابرې شوې
د ۲مېلیونه او ۹۷۰زره افغانیو په لګښت سره، د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ اړوند په همشوز کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ددغه ځای د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادې شوې شبکې په جوړېدو سره د څه باندې (۴۵۰) کورنیو لپاره، چې پخوا یې د څښاک لپاره پاکې اوبه نه درلودې، د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې. د اوبو رسولو دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې د ملي پروګرام له لوري تطبیق شوه چې د جوړولو چارو یې د ځايي اوسیدونکو لپاره ۱۲۰ کاري ورځې ایجاد کړې.
