د لیتاکا د درېم پړاو سندونه لاسلیک او د رهبرۍ کمېټې ترمنځ یې د همغږۍ غونډه وشوه

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۷:۱
د لیتاکا د درېم پړاو سندونه لاسلیک او د رهبرۍ کمېټې ترمنځ یې د همغږۍ غونډه وشوه

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین پوپل حبیبي، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام مرستیالې کاترین ماساکا، په تاجکستان هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت د مرستیال او په یاد هېواد کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام له استازی سره په ګډه د لیتاکا پروګرام د درېم پړاو سندونه لاسلیک کړل.

د دې ترڅنګ د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو د معین پوپل حبیبي، د تاجکستان هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت د معین، په تاجکستان هېواد کې د جاپان د سفیر، په افغانستان او تاجکستان هېواد کې د جایکا د استازي ترمنځ د لیتاکا پروګرام د رهبرۍ کمېټې ترمنځ د همغږۍ پنځمه غونډه په انلاین بڼه ترسره شوه، چې په کې د د دې پروګرام د لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او په ځينو ننګونو خبرې او بحثونه ترسره شول.

د یادونې وړ ده، چې د لیتاکا پروګرام درېم پړاو به د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په اپريل میاشت کې پیل شي او تر څلور کلونو به د هېواد د څلور ولایتونو (تخار، کندوز، بدخشان او بلخ) په اتو ولسوالیو کې فعالیتونو ترسره کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS