د لوګر ولایت د مرکز، خروار او محمد آغې ولسوالۍ اړوند د پیسو په مقابل کې د کار پروژې

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۳ - ۱۰:۴۶
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست او د (HRDA) مؤسسې په همکارۍ او همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له لورې د لوګر ولایت مرکز، محمد آغه او خروار ولسوالیو اړوند د پیسو په مقابل کې د کار د پروژې ۱۳۰۰ تنو کارګرانو ته د یوه میاشت معاش وویشل شو. دغه کارګران په محمد آغې ولسوالۍ کې د چکدم او ۳۹ خاکي بندونو د جوړولو، په مرکز کې د ۳۰ خاکي بندونو د جوړولو او په خروار ولسوالۍ کې د ۷۰ خاکي بندونو د جوړولو په برخو کې ګمارل شوي و د خپل یوې میاشتې معاش چې (۸۵۰۰) افغانۍ کیږي ترلاسه کړل. د یادونې وړ ده چې په یادو پروژو کې په هر پړاو کې د ټولو کارګرانو د معاش لس سلنه پر کونډو او د کورنیو سرپرست ښځو وړیا ویشل کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS