د بلخ ولایت په یوه لېرې پراته کلي کې د ۲۲۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۵ - ۰:۲۱
بلخ

د د اوبو دغه پروژه، چې لګښت یې یونیسف ادارې ورکړ، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له لوري تطبیق شوه.

پروژه د ۴میلیونه او ۲۴۳زره افغانیو په لګښت چې د ټولنې لس سلنه ونډه هم په کې شامل ده، د بلخ ولایت د کشندې ولسوالۍ په یورت غایب کلي کې د څښلو د اوبو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټنې ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ۱۳۰ متره ژورې څاه کیندل، د ۲،۲۲۰ مترو په اوږدوالي د پایپونو د شبکې غځول، د ۴۰ تختو سولرونو او په کورونو کې د ۹۵ نل‌بندانونو نصبول شامل وو.

د یادې شوې پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۱۵،۰۰۰ کاري ورځې ایجاد کړې او د پروژې په تکمیلیدو سره د شاوخوا ۲۲۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

BACK TO NEWS