د بادغيس ولايت په مرکز کې پنځه زره څلور سوه پنځوس کورونيو ته د څښاک پاکې اوبه ورسيدې

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۶:۲۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د (۳۳۴) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې سترې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د بادغیس ولایت والي حاجي محمدامين جان عمري صاحب د دغه ولايت د علماوو شورا رئيس د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد روزي منصور، یو شمیر نورو مسؤولینو، د سیمې علماء کرامو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د دې شبکې د   حیاتي ارزښت په اړه وینا وکړه او وویل: د قلعه نو اوبو رسولو شبکه د هېواد په کچه د اوبو رسولو له سترو شبکو څخه ده، چې د دې سیمې د اوسېدونکو د څښاک اوبو د کمښت ستونزه به تر يو حده هواره کړي همدارنګه په بادغیس ولایت کې د بنسټیزو پروژو د پيل یوه ښه بیلګه ده او د یاد ښار له اوسیدونکو څخه مې غوښتنه دا ده چې د دې شبکې ساتنې او څارنې ته جدي پاملرنه وکړي.

په یاده شبکه کې د شپږ حلقه څاګانو کیندل، د (۱۶۲) کیلومترو په اوږدوالي پایپ غځول او د (۳۰۰۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو ذخیره شامله ده.

د دې شبکې د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د نوموړي ښار (۵۴۵۰) کورنیو په مستقیم ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS