د «چهار شنبه علمي» نهم سیمینار د کلیو پراختیا لپاره د ښوونې ځیرک سیستم ورپیژندل، تر سرلیک لاندې تر سره شو

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۹:۲۹
د «چهار شنبه علمي» نهم سیمینار د کلیو پراختیا لپاره د ښوونې ځیرک سیستم ورپیژندل، تر سرلیک لاندې تر سره شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا انسټیټیوټ له خوا د «چهار شنبه علمي» نهم سیمینار د کلیو پراختیا لپاره د ښوونې ځیرک سیستم ورپیژندل، تر سرلیک لاندې د انلاین زده کړو د بنسټ «ن» د پراختیا د مدیر انجینیرمحمد حامد او د بنسټ د تخنیکي مسوول عبدالسلام فایق په ویناوو ۶۰ تنو مرکزي کارکوونکو او د وزارت ولایتي کارکوونکو ته په انلاین بڼه تر سره شو.

انجینیر محمد حامد او ښاغلي عبدالسلام فایق د یوه پریزینټیشن په مټ د کلیو پراختیا لپاره د ښوونې ځیرک سیستم ته کتنه وکړه او ویې ویل « په داسې حال کې چې با کیفیته ښوونه د ټولو په واک نشته، د اړتیاوو پر بنسټ د ښوونې د یوه مدرن سیستم رامنځ ته کول، د ښوونې له لارې خنډونه لرې کول او با کیفیته او معیاري ښوونې ته عادلانه او مساوي لاسرسی د د کلیو پراختیا لپاره د ښوونې د ځیرک سیستم رامنځ ته کولو له مهیمو اهدافو دي»

په پای کې د سیمینار پر مخ بیونکو ته د هغوی د همکارۍ له کبله د وزارت د مشرتابه لخوا د مننې لوحه ډالۍ شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS