جاپان پر افغان ـ تاجیک پوله د معیشیت د ودې د پروژې(لیتاکا) د دریم پړاو تطبیق ته ژمن دی

mrrd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۱:۱۴
Japan commits to implement third phase of livelihood development project in Afghan-Tajik border areas (LITACA-III)

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د خپل کار په دفتر کې د جاپان له سفیر میتسوجي سوزوکا سره د لیتاکا د درېم پړاو د پیل په موخه ولیدل.

د جاپان سفیر د لیدنې په پیل کې وویل، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لارې له بیوزله کلیوالو سره د جاپان هېواد د مرستو کولو میکانیزم غوره و او د دې میکانیزم په لا پیاوړتیا او وغځیدا باید کار وشي، ځکه چې د سولې د خبرو د بریالیتوب په پایله کې به افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته راستنیږي او هم به په کور دننه بیځایه شوي خلک خپلو سیمو ته ستنیږي، نو په دې صورت کې به د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت له لوري له کلیوالو سره د جاپان هیواد مرستې هم ډېرې شي.

د ښاغلي سوزوکا په وینا پر افغان تاجیک پوله پرتو سیمو کې د معیشت د ودې د پروګرام اغیزمنتیا له امله هغوی ددې پروګرام د دریم پړاو د پیل لپاره چمتووالی نیسي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د جاپان هیواد له سفیر څخه د مننه تر څنګ زیاته کړه چې د جاپان او افغانستان ملګرتیا تاریخي ده او مرستې یې افغانانو ته د درناوي وړ دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه په سرحدي سیمو کې د معیشت د ودې پروګرام په سیمه کې د میشتو کلیوالو د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته کړې ده او د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د کارکونکو د وړتیا په لوړولو کې د جاپان هیواد له همکارۍ یې مننه وکړه او ویې ویل چې د جاپان په مرسته د یاد وزارت ۴۲ تنه کارکونکو خپل تحصیلات د ماسټرۍ تر کچې رسولي دي او دا کار په وزارت کې د وړتیا د لوړیدو لامل شویدی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS