تیره اونۍ ۴ ښوونځي بشپړ جوړ شول او ۱۳۵۵ زده کونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شو.
تیره اونۍ د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروکرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د هرات ولایت په کشک رباط سنګي د کابل ولایت په کلکان او د خوست ولایت په تڼيو، اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالیو کې د ۴ ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې او ۱۳۵۵ زده کونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شو. دا ښوونځي ۱۲ یا ۶ ټولګي، د څښاک د اوبو څاه ګانې او تشنابونه هم لري او د جوړیدو په ترڅ کې یې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۱۱ زره کاري ورځې رامنځ ته شوې وې.
