تیره اونۍ ۳ ښوونځي جوړ شول او د هیواد په ۴ ولایتونو کې د۴ هغو د جوړیدو کار روان دی

Ehsan_admin
جمعه ۱۳۹۹/۴/۱۳ - ۱۱:۱۵
مکاتب

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام اقرا پروژې تر سیوري لاندې د بادغیس ولایت په ابکمري، د هرات ولایت په کرخ او دکندز ولایت په خان اباد ولسوالیو کې درې ښوونځي بشپړ شول.او دنورو ۴ هغو دجوړیدو چارې به ډیر ژر د کندهار ولایت په سپین بولدک، دزابل ولایت په شاه جوی، دنورستان ولایت په کامدیش او د خوست ولایت په تڼیو ولسوالیو کې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

دا ښوونځي ۱۰، ۸، یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري او دجوړیدو پر مهال یې تخنیکي او غیر تخنیکي کارکوونکو ته ۱۳ زره کاري ورځې رامنځته شوي دي.

بشپړو شویو ښوونځیو ۱۰۳۴ زده کوونکیو ته دزده کړې وړ چاپیریال رامنځته کړی او له جوړیدونکو ښوونځیو څخه به ۱۰۴۰ زده کوونکي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS