په خوست کې د ۳،۵ ميلونه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارله شوه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۶ - ۱۰:۸
خوست

د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو د ملي پروګرام لوري د خوست ولایت د خوست ولایت د اسماعیل‌خېلو او مندوزي ولسوالۍ اړوند په «شډل» کلي کې د څښلو د اوبو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې شبکه کې ۱۰۸ متره ژورې څاه کیندل ، د ۲۶۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپونو د شبکې غځول، د یوې ۲۰ زره لېتره کانکریټي ذخیرې جوړول او د ۷۹ نل‌بندانو، ۲۷ تختو سولرونونه اوپمپ نصبول شامل وو، چې ۳،۵ ميليونه افغانۍ پرې لګښت شوی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۴۴
Background image

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال بادغيس ولایت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب او مل پلاوي بادغيس ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب د هرات ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي د هرات ولایت له والي شیخ نوراحمد اسلام جار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د هرات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په. . .

BACK TO NEWS