د بادغیس ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په انګړ کې د یو محراب مسجد شریف د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي او د ياد ریاست رئیس مولوي محمد روزی منصور صاحب له خوا د بادغیس ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په انګړ کې د یو محراب مسجد شریف د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاد مسجد شریف به د شاوخوا یو ميليون افغانیو په لګښت جوړيږي او په یوه وخت کې به شاوخوا (۸۰) تنه لموونځ کونکو ظرفيت ولري.
