د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا

noor_admin
1

د خپریدو نېټه

د پای نېټه

په دې توګه د تدارکاتو قانون دري څلویښتمې مادې سره سم ټولو ته خبر ورکول کیږي څو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ یو پایه سیفوس فایروال سره د درې کالونو لایسنس تړون چې  MRRD 21/ADD-16/MOF/G/NCB/KBL/1403 کوډ نمبر لرونکی ده د صنعت او سوداګري وزارت د 87940 نمبر جواز لرونکی عادل اکسپرت انوویتیف سوداګریز شرکت ته  په 799،900  (اوه سوه او نهه نوي زره او نهه سوه افغانۍ) اعطا کړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر اوو (7) ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې احکامو سره سم، نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یاد شوي نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو، تړون به لاسلیک نشي.

نورې داوطلبی

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

خبرتیا

د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په پام کي لري چې خپل (۱۳) عرادې وسایط په ۱۴۰۴/۱۱/۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د لیلام پروسې له لارې خرڅلاو ته وړاندي کړي.

شرکتونه او اشخاص . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۸
Background image

خبرتیا

ټاکل شوی چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ۳۰/۱۰/۱۴۰۴  نیټه سه شنبې ورځ په بلخ ولایت کې د خپل (۲۷) عراده وسایط د لیلام له لارې وپلوري.

هغه شرکتونه او کسان چې لیوالتیا لري کولای . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۱۴
Background image

خبرتیا

ټاکل شوی چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ١٤٠٤/١٠/٢٨ نیټه یکشنبې ورځ په کندز ولایت کې د خپل (۲۸) عراده وسایط د لیلام له لارې وپلوري.

هغه شرکتونه او کسان چې لیوالتیا لري کولای شي . . .

Back to tenders