په کندهار کې له ۳۵  اړمنو  کورنیو سره د څه باندې ۲۱۰ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۴ - ۱۴:۴۷
قندهار

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د کندهار ولایت د شګې/ تخته پل ولسوالۍ د ملک امير جان، ملک امير محمد، تورکوتل او آخند زاده  کلیو  له ۳۵ بیوزلو کورنیو سره د څه باندې ۲۱۰ زره افغانيو په ارزښت د د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام  لخوا  چې د خلکو ونډه هم پکې وه، اړمنو کورنیو ته ورکړل شوه، چې په دې مرسته کې اوړه ، وریجې، غوړي، بوره او غنم پ شامل وو. د یادونې وړ ده چې تر دا مهاله په تخته پل ولسوالۍ کې  د غله جاتو ۴۲ بانکونه جوړ شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS