په ننګرهار ولایت کې د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۱:۳۷
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د کوار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په مندرخیلو سیمه کې د 7،9 میلیونه افغانیو په مالي لګښت د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د ننګرهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي قسمت الله مبارز وویل: یاده شبکه د ۴۰۰۰ مترو په اوږدوالي سره د سیمې ۳۸۳ کورنیو سربیره به یوه ښوونځي او مدرسې ته د اړتیا په اساس پاکې اوبه ورکوي چې ټولې چارې یې د ۷ میاشتو په موده کې بشپړې شوې او په ورځني ډول ۲۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. مولوي مبارز د کلي اوسیدونکو ته په خپلو خبرو کې وویل چې مونږ ټول په خپلو برخو کې مسؤلیت پذیره یو ،زمونږ مسؤلیت دا وه چې په کمو امکاناتو مو ستاسې اړتیا ته پاملرنه وکړه او د اوبو شبکه مو درته جوړه کړه خو ستاسې مسؤلیت یې ساتنه او څارنه ده، که مو سمه ساتنه ورڅخه وکړه نو زیات وخت لپاره به پدی برخه کې ستونزه ونلرئ او د پاکو اوبو څخه به برخمن ووسئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۲:۴۵
Background image

په کنړ ولايت کې د اوبو رسولو یوه جاذبوي شبکه ګټی اخيستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د AHF مؤسسې په مالي ملاتړ او د SEARCH مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په شولیټ کلي کې د اوبو رسولو د یوې جاذبوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۲:۳۹
Background image

په زابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د ( UNICFF) ادارې په مالي مرسته او د (ORD) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د زابل ولایت په میزاني ولسوالۍ کې د (3637490) افغانیو په لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۴:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د مرکز اړوند په نوآباد بابوس کلي کې د ( ۶ ) میلیونه او( ۲۵ ) زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد قاسم. . .

BACK TO NEWS