په میدان وردګ کې د ۷۷۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۴۱ ښوونځیو د جوړولو کار پیل شو

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۱۰:۳۸
میدان وردک

په میدان وردګ ولایت کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون د اقرا پروګرام له لوري د ۷۷۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۴۱ ښوونځیو د جوړولو چارې پیل شوې.
ددې ښوونځیو له ټولګې یو یې په میدان ښار، ۱۱ یې په جلریز، ۱۹ یې په نرخ ، ۲۲ یې د بهسودو په اوله حصه، ۴ یې د بهسودو په مرکز ۲۵ یې په چک ، ۳۳ یې په سیداباد، ۱۹ یې په جغتو، او ۷ یې په دایمیرداد ولسوالۍ کې جوړیږي.
په ټوله کې باید په میدان وردګ کې ۲۱۷ ښوونځي جوړ شي د ۱۴۱ ښوونځیو چې د سروې او ډیزاین چارې یې تر سره شوې وې د جوړولو کارونه په رسمي ډول پیل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۵۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په (۲۳) ولایتونو کې د (۲۱۵۳) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې او د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په همغږۍ د هېواد د (۲۳) ولایتونو (۳۸) ولسوالیو په (۲۱۵۳) کلیو کې د شاوخوا (۸۷) میلیونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د دایکندي ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د دایکندي ولایت له والي مولوي تورجان احمدي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS