په خوست کې د ۸۲۲ مېليونه افغانیو په ارزښت د ۲۴۷ پروژو چارې پیل شوې او ۴۵ نورې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۵/۵ - ۶:۲۸
خوست

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۵۹۸ مېليونه افغانیو په ارزښت د ۲۴۷پروژو چارې پیل کړې او د ۲۲۴ميليونه افغانیو په ارزښت یې ۴۵ پروژې په بېلابېلو سکتورونو کې ګټې اخېستنې ته وسپارلې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، ۲۴۷ پروژې چې نن یې چارې پیل شوې، ۱۵ په کې د څښاک اوبو او کرنیزو ځمکو د اوبو کولو، ۲۱ نورې د کارېزونو، استنادي دیوالونو، سړکونو او د دې ترڅنګ یوه بله پروژه چې د باک ولسوالۍ د ۱۲۰ متره اوږد پل دی او همدا راز د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري ۲۱۰ مختلفې ټولګټې پروژې دي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزير زیاته کړه، د دې ترڅنګ په خوست کې نن ۴۵ پروژې چې ۲۲۴ ميليونه افغانۍ ارزښت لري، ګټې اخېستنې ته سپارل وسپارل شوې، چې په دې پروژو کې ۱۸ پروژې د څښاک اوبو او کرنیزو ځمکو د اوبو کولو، دوه سړکونه او پلونه دي، چې یو یې د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې دی، سړک یې ۱۱ کیلومتره او پل یې ۸۰ متره اوږدوالی لري، بل سړک د تڼيو په ولسوالۍ کې دی، چې ۲،۵ کیلومتره اوږدوالی لري
د کاروان سرای سړک پرانېسته هم په دې پروژو کې شامله ده، ۵ نورې پروژې د خوست په مختلفو سيمو کې د کاريزونو، پلچکونو په برخه کې دي، چې ګټې اخېستنې ته وړاندې شوې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجيب الرحمن کريمي د ولسي تړون ملي پروګرام په اړه وویل، یاد پروګرام اوس د خوست په مرکز، ګربزو، اسمعیل خیلو او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې ۲۱۰ پروژې لري، چې ۲۲۰ ميليونه افغانۍ ارزښت لري او ۱۹ نورې پروژې یې، چې ۴۵۸۰۰ کسان به ترې ګته واخلي بشپړ شوې. ولسي تړون ملي پروګرام به په نورو پړاونو کې ټول خوست تر خپل پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS