په تېره ميلادي میاشت کې د ۱۰۶ ميليونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو په برخه کې ۴۰ پروژې بشپړې شوې

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۰ - ۱۱:۱۰
آبرسانی

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د روان ميلادي کال د فبروري په میاشت کې د هېواد په یوولس ولایتونو: بلخ، دایکنډي، فراه، فاریاب، هرات، جوزجان، کندهار، خوست، پکیتا، سرپل او زابل کې د ۱۶۰ ميليونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو او حفظ الصحي په سکتورونو کې ۴۰ پروژې پلي کړي.

په دې پروژو کې د اوبو رسولو د ۱۸ شبکو جوړولو، احاطوي دیوالونه، د څلور ژور څاګانو کېندل، د ۱۴ نېمه ژور څاګانو کېندل او د یوې بلې شبکې رغونه، چې په یاد ولایتونو کې ۵۹۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې کړې.

همدرنګه د اوبو رسولو د ملي پروګرام د حفظ الصحې، پاکۍ او تعلیماتو په برخه کې د هېواد په اتو ولایتونو: بدخشان، بادغیس، بامیان، دایکنډي، هلمند، کندهار، ننګرهار او پکیتا ولایتونو کې ۱۱۱ تشنابونو نوي جوړ کړي او ۴۸۵ نور یې رغولي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS