د ۳۱۲ میلونو افغانیو په ارزښت د ۶۱ پرمختیايي پروژو د تړونونو لاسلیکیدل

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۶:۵۵
کنفرانس وزارت

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د یکشنبې پر ورځ (۳۰ مه د چنګاښ) د هیواد د ۱۳ ولایتونو له پرمختیايي شوراګانو سره د څه باندې ۳۱۲ میلونو افغانیو په ارزښت د ۶۱ پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.له دغو پرژو یو شمیر یې د خصوصي شرکتونو له خوا پلې کیږي.  په دې پروژو کې د کاریزونو رغول، د سرکونو کانکریټول، د پلونو او د اوبه خور د کانالانو او استنادي دیوالونه جوړول  شامل دي.
د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي پر دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې (( دا پروژې د هیواد په ۱۳ ولایتونو بغلان، بادغیس، لوګر، بلخ، هرات، کابل، کندهار، خوست، پکتیا، پروان، میدان وردګ، زابل او نورستان ولایتونو کې پلې کیږي ))
سربیره پر پرمختیايي شوراګانو یو شمیر خصوصي شرکتونه به هم ددې پروژو د تطبیق او پلې کولو چارې پر غاړه ولري. ښاغلي کریمي زیاته کړه (( دا پروژې چې د خلکو د د هوساینې لپاره په پام کې نیول شوي څه باندې ۳۱۲ میلونه افغانۍ لګښت پرې راځي او د پروژو شمیر یې تر ۶۱ زیات دي. له دې پروژو به ۱۴۷ زره هیوادوالو ګټه اخلي. سربیره پردې به ۱۳۷ زره کاري ورځې ایجاد کړي او ګڼ شمیر هیوادوالو ته به کاري زمینې برابرې کړي))
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا د وزیر په وینا یوازې هغه سرک چې په نورستان کې کانکریټيږي ورسره به نږدې ۹ زره کاري ورځې ایجاد شي. له دې سره هممهاله به ۱۲۳۰۰ کلیوال هیوادوال له دې پروژې ګټه واخلي.
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا د وزیر په وینا له یادو ۶۱ پروژو څخه ۳۱ یې د هیواد له ملي بودیجې تمویلیږي، ۲۹ پروژې د ایټالیا هیواد له خوا او یوه پروژه د هندوستان هیواد له خوا تمویل شوې ده. ددې پروژو په تطبیقولو او پلې کولو سره به زرګونو هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS