د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یو اين ډي پي (UNDP) له رئيس سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) له رئیس ښاغلي سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې په افغانستان کې د یو این ډي پي رئیس ښاغلي سټیفن روډریکس په افغانستان کې د یو این ډي پي د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر ته معلومات ورکړل.
ښاغلي سټیفن وویل، د دوی لپاره اړینه دا ده چې د افغانستان د خلکو د اړتیاوو په اساس پروژې طرحه کوي ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه، دوی به کوښښ وکړي چې د یاد وزارت سره همغږي زیاته او د خپلو همکاریو په دوام سره به نور هم د پروژو په زیاتوالي کې کوښښ وکړي.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور د یو این ډي پي (UNDP) رئیس ښاغلي سټیفن او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ستاسې د دوامدارو مرستو قدرداني کوي او ټینګار يې وکړ چې پروژې باید هغو لرو پرتو سیمو کې پلي شي چیرته چې اړتیا ورته لیدل کیږي او ژمنه يې وکړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه تل تاسې سره همکار دی.
په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتو همغږۍ ټینګار وشو.
