د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړهلیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس مولوي خان محمد احمد، د اوبو رسولو رئیس انجنیر حبیب الرحمن مبارز، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مسؤول ډاکټر مفتي اسدالله نجات، د دفتر، پلان جوړونې، د کلیو د پراختیا انستیتوت ریاستونو او د لوړو زده کړو وزارت استازو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مسؤول ډاکټر مفتي اسدالله نجات د پوهنتونونو د فارغانو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د کارموندنې فرصتونو برابرولو او د یاد وزارت په مرکزي او ولایتي ریاستونو کې د ممتازو فارغانو د جذب په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
وروسته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو چارو رئیس د پوهنتونونو له فارغانو سره د دغه وزارت د همکاریو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې یاد وزارت په تېرو دوو کلونو کې د امارتي او خصوصي پوهنتونونو (۸۵) تنه محصلان د کار زده کړې په موخه د وزارت په بېلابېلو برخو کې جذب، (۷) تنه تجربهلرونکي متخصص انجنیران د همکارۍ په موخه د لوړو زده کړو وزارت ته ورپېژندلي او (۳) تنه علما یې د درسي کتابونو او موادو د وروستۍ ارزونې په موخه یاد وزارت ته معرفي کړي دي.
د غونډې په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي یاده غونډه مثبته وبلله او د لوړو زده کړو وزارت سره یې د دغه وزارت د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي ژمنه وکړه، چې د پوهنتونونو د فارغانو د جذب او هغوی ته د کار زده کړې د غوره زمینې برابرولو په برخه کې به لازمې همکارۍ ترسره کړي.
