د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د ۱۵۶۴۳ کورنیو سروې

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۷:۶
ننگرهار

د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت د دوامدارې انرژۍ د پروګرام له لارې د ۱۵۶۴۳ کورنیو سروې د لمریزې بریښنا د ویش په موخه تر سره شوه، د سروې د تدارکاتي پړاوونو تر بشپړتیا وروسته به پر دغه شمیر کورنیو د لمریزې بریښنا د تولید اړوند توکي وویشل شي، تمه ده چې د بریښنایزو توکیو تر ویش وروسته د سیمیزو خلکو په ژوندانه کې مثبت بدلون راشي.
د یاودنې وړ ده چې له دې سروې مخکې هم د ننګرهار ولایت په دور بابا، نازیانو او ګوشتې ولسوالیو کې هم ورته سروې ګانې تر سره شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۵۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په (۲۳) ولایتونو کې د (۲۱۵۳) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې او د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په همغږۍ د هېواد د (۲۳) ولایتونو (۳۸) ولسوالیو په (۲۱۵۳) کلیو کې د شاوخوا (۸۷) میلیونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د دایکندي ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د دایکندي ولایت له والي مولوي تورجان احمدي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS