په غور کې ۷۱ کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه

د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د یونیسف نړیوالې ادارې په همکارۍ د کورنیو جګړو لا امله بېځایه شویو کورنیو سره د یاد ولایت د کليو بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ مرسته وشوه.
په دې مرسته کې کمپل، ترپال، سطل، د فشار الې او روغتیایي کڅوړې شاملې وې.
د یادونې وړ ده ، چې له دې وړاندې د بادغیس ولایت د چهارسدې او جوند ولسوالۍ له ۱۳۰ کورنیو سره د غور ولابت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري مرسته شوې وه.