په بدخشان کې د څه باندې د ۹،۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د خړوبولو د کانال چارې پیل شوې

او ۴ لکه او ۷۰ زره افغانیوپه لګښت د کرنیزو اوبو لګولو کانال د جوړیدو کار شروع شو. ۱۳۹۸/ غبرګولی/ ۱۷ د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د د افغانستان او تاجیکستان په پوله باندې د معیشت د پیاوړتیا پروژه (لیتاکا) پروګرام له لوري د کرنیزو ځمکو د اوبه کولو کانال د جوړولو کار د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ د شریف آباد په کلي کې پیل شو. دغه کانال ۲۵۰۰ متره اوږدوالي، ۱۰۰ سانتي متره پلنوالي لري، چې د کار په بهیر کې به یې ۲۶۵۰ کاري ورځې رامنځته شي او د بشپړیدو وروسته به ۲۶۵۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي او ۵۰۰۰ جریبه ځمکه به خړوبوي.