په پکتیا ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډم) د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د تخنیکي او انجنیري ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند په (اوده) ډاګ سیمه کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډم) د کار له بهیر څخه چې د څه باندې (۹۲) زره امریکایي ډالرو په لګښت پلې کيږي، ليدنه ترسره کړه.
دغه کوچنی بند (۷۶) متره اوږدوالی او (۳،۹) متره لوړوالی او د (۴۴۷۶) متر مکعب د اوبو ذخيره کولو وړتيا لري چې د کار په بهیر کې يې لسګونه تنه کاريګرو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د یاد کوچني بند په بشپړېدو سره به د باران اوبه مهار او د ځمکي لاندې اوبو سطحه برقراره وساتل شي.
