په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې
د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې.
د اوبو دغه کوچنی بند (۷۵) متره اوږدوالی، (۵،۵) متره لوړوالی او د څه باندې (۳۲) زره متر مکعب اوبو د ذخيره کولو وړتیا لري.
د یاد کوچني بند د کار په بهیر کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د باران اوبو مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه برقراره وساتل شي.
