د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د ګردیز قومي مشرانو خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او په دغه ولایت کې د لازیاتو پراختیايي پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: مونږ د ولس په خدمت کې یو، ځکه چې ولس تل زمونږ ملاتړ کړی. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي ترڅو خپل ولس ته داسې ټولګټې او پراختیايي پروژې پلې کړي چې له اسانتیاوو څخه يې څوک بې برخې پاتې نه شي.
