د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د (UNOPS) دفتر له مسؤولینو سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي نن په خپل کاري دفتر کې د (UNOPS) دفتر له مسؤولینو سره لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د (UNOPS) دفتر مسؤولینو محترم مرستیال صاحب سره د خپل روان فعالیتونه او ستونزې شریکې کړې او د پروژو په پلې کولو کې د وزارت د مشرتابه له پوره همکارۍ څخه مننه وکړه.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال میلمنو ته ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پروژو د پلې کولو پرمهال لومړیتوبونه په پام کې نیسي او د متوازن انکشاف له مخې کار کوي. مونږ تل کوښښ کوو خپل ولس ته داسې ټولګټې او پراختیايي پروژې پلې کړو چې له اسانتیاوو څخه يې څوک بې برخې پاتې نه شي.
