په کندوز کې د ۱۰،۴ ميليونه افغانیو په ارزښت د پنځو پروژو چارې بشپړې شوې

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون د ساتنې او مراقبت پروګرام (MCCG) له لوري په کنړ ولایت کې د پنځو پرمختیایي پروژې چارې د ۱۰،۴ ميليونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې.
په دې پنځو پروژو کې ۴۳۴۵ متره سړک باندې د جغل اچول او ۴۷۵ متره محافظوي دیوال بیارغول شامل ول، چې د کنړ ولایت چرخاب، چله مزار، جلګه، لرخابي او د لرخابي باغ میري په کلیو کې پلي شوې او د سیمې کسانو ته ۹۶۸۳ کاري ورځې هم رامنځته کړې.