نن د افغانستان لپاره د ملل متحد په چوکاټ کي د UNOPS مشر ښاغلی نیکولاست جورج او ورسره مل پلاوي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندازاده سره د خپل کار په دفتر کي وکتل

noor_admin
Thu, Jan 26 2023 12:50 PM
1

د مجلس په پيل کي د UNOPS مشر ښاغلی نیکولاست جورج وویل: زموږ ۷۶۵۰۰ پروژې د هېواد د ۲۶ ولایتونو په ۷۰ ولسوالیو کې پلي کیږي، د ځینو پروژو چارې عملا روانې دي او ځینې به په راتلونکي کې پیل شي،نوموړي دا هم وويل: کومې پیسې چې موږ پروژو ته تخصیص کړي هغه به یوازې په پروژو مصرفیږي، يعني عملياتي مصارف به له دې پيسو څخه نه اداء کيږي.

جورج په غیر دولتي مؤسساتو کي د ميرمنو د کار په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان ته په اشارې وويل:

د دې فرمان له راتګ سره موږ له يو لړ ننګونو سره مخ سوي يو...

 چاري مو ټکنۍ سوي دي ، که اسلامي امارت په دې برخه کي څه نا څه تنازل وکړي ترڅو هيواد ته راتلونکي مرستي له خنډ او ځنډ سره مخ نشي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د UNOPS دفتر د پراختیايي پروژو د پلي کولو مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسي سره سم به له تاسو سره د پروژو په پلي کولو کي همکاري  کوو، د اسلامي امارت هر فرمان د اولس له نبض سره برابر دی، فکر نه کوم چي تاسو دي په دې برخه کي له کوم مشکل سره مواجه سئ.

د انکشاف دهات وزارت په کاري ساحه کي تاسي په ټول هيواد کي يو مثال نه سئ وړاندي کولای چي په دې برخه کي دي تاسي له کومې ستونزي سره مخ سوي ياست، بيا هم ډاډ درکوو چي د هر راز مرستو په رسولو کي به د اسلامي امارت له پاليسي سره سم ستاسو سره همکاري کوو.

Latest news

Thu, Mar 21 2024 10:12 PM
Background image

A check dam was handed over and put into use in Paktia province

The Ministry of Rural Rehabilitation and Development has completed the construction of a check dam in Zurmat District of Paktia Province at a cost of 4.9 million Afghanis. Today, in a. . .

Sat, Mar 16 2024 9:30 AM
Background image

331 various development projects have been completed and put into use by the Ministry of Rural Rehabilitation and Development in kapisa province

These projects were carried out with the financial support of UNOPS and the Afghanistan Livelihood and Social Support Program office in Hisa Awal and Hisa Dowam districts of Kapisa. . .

BACK TO NEWS