په کاپیسا کې د ۸،۵ ميليونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو کانال چارې پیل شوې

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږي دفتر له لوري د کاپیسا مرکز اړوند د دشتې ارچې نو اباد په سېمه کې د ۸،۵ ميليونه افغانیو په ارزښت د ۲،۴۹۲ کیلومتره د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو د کانال جوړولو چارې پیل شوې.
د دې کانال په جوړیده سره به ۲۰۰۰ کرنیزه ځمکه خړوب شي او و د سېمې زر کورنۍ به ترې ګټه اخلي.