د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر د هلمند ولایت له مرستیال والي او ورسره مل پلاوي سره لیدنه وکړه

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له مرستیال والي محترم مولوي رحیم‌ الله محمود، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس الحاج مولوي محمود ثاني، د دې ولایت د امارتي ادارو له رئیسانو او مسؤلینو، قومي مشرانو او ملي سوداګرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د هلمند ولایت د والي مرستیال په یاد ولایت کې د پراختیايي پروژو په اړه محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل او وویل: مونږ ډېر خوشحاله يو چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تل زموږ ولس ته پاملرنه او ستونزو ته يې پروخت رسېدنه کړې ده، او خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: مونږ د هېواد ټولو ولایتونو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه لرو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم په هلمند ولایت کې لا زیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS