د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي له خوا لاسلیک شول.

د دې غونډې په پيل کې د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د یادو هوکړه لیکونو د اهمیت او ارزښت په اړه  خبرې وکړې او وویل: د امارت هر کارکوونکي لپاره د دیني او عصري علومو زده کړه اړینه ده، د وزارت هر کارکوونکی باید د خپلې مسلکي پوهې کچه لوړه کړي ترڅو په راتلونکي کې د هېواد او خلکو لپاره د خدمت جوګه شي.

د یادو هوکړه لیکونو پر بنسټ، ذکر شوي خصوصي پوهنتونونه اړ دي چې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه د د دې وزارت کارکوونکي په ځانګړي تخفیف سره جذب کړي.

په پای کې د کلیو ودانیزو چارو مرستیال محترم الحاج محمد ارسلاح خروتي د باختر، ګوهر شاد، اشنا، علامه، غرجستان او ملي  خصوصي پوهنتونونو او مسلم انسټیټیوټ له رئیسانو او مسئولینو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS