دواطلبۍ مزایدې ته د بلنې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري، د خپل یو باب کانتین ( ۱۴ متر مربع مساحت سره کانتینر) چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په انګړ کې قرار لري، دواطلبۍ مزایده اعلان ته وسپاري.
ټولو هغو شرکتونو ته چې د یاد کانتینر کرایه نیولو لپاره لیوالتیا لري، بلنه ورکول کیږي څو د کانتین شرطنامه د جوزا له ۱۷ نیټې څخه د جوزا ۲۵ نیټې پورې د موزیم کوڅه، نیله باغ سړک، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، تدارکاتو ریاست د غیر مشورتي اجناسو او خدماتو تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه او د جوزا میاشتې ۲۵ نیټه د سهار په ۱۰ بجو د آفر پرانیستلو غونډه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه په تړلي ډول وړاندې کړي. ناوخته رسیدلي او الکترونیکي آفرونه د منلو وړ نه دي.
