د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لوګر ولایت له مرستیال والي او یو شمېر رئیسانو سره وکتل

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د لوګر له مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د یاد ولایت له ښاروال، اداري اصلاحاتو ، پېښو په وړاندې د مبارزې ، ولایت مقام د دفتر ، کلیو د بیارغونې او پراختیا ، مخابراتو ، کانونو او پټرولیم ، سوداګرۍ خونې ، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ، ټرانسپورټ رئيسانو او د جلال آباد له مرستیال ښاروال سره وکتل.

په دغه لېدنه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج عبداللطیف منصور د نوموړي ولایت مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هغوی خبرې واورېدې او ویې ویل، چې مونږ او تاسې ټول باید د هېواد د آبادۍ په لار کې نه‌ستړېکېدونکې هلې، ځلې وکړو؛ ځکه چې دا کړېدلی او زروریدلی ولس پر مونږ او تاسو باندې ډېر حق لري. هغه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه پورې د هېواد د آبادۍ په برخه کې ګڼ شمېر پروژې پلې شوې او دا لړۍ باید لا ګړندۍ شي.

غونډه د اسلامي نظام د ټینګښت او د ګران هېواد د آبادۍ او سمسورتیا په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS