په لغمان ولایت کې د (۱۶۱) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د شاوخوا (٢٩٥) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۶۱) پراختیايي پروژو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا پيل شوې.

د یادو پروژو د پیل په پار جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د ولایت معاون مولوي اختر محمد صاحب، د معدن وزارت معین صابري صاحب، د قول اردو درستیزوال قاري انځرګل صاحب،  د علینګار ولسوالۍ ولسوال مولوي نورالهادي، د دغه ولایت یو شمیر نورو مسؤولینو، د یادې ولسوالۍ علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ژمن دی چې د هېواد په هر کلي کې داسې بنسټیزې پروژې پلې کړي ترڅو ګټه یې ولسونو ته ورسیږي او دا ستاسې مسوولیت دی چې له خپلو پراختیایي پروژو څخه په سمه توګه ساتنه وکړﺉ.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS