په پکتیا ولایت کې یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۲۲:۱۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د څه باندې (۴.۹) میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچنۍ بند د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د سیمې سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادې غونډي ګډونوالو ته محترم وزیر صاحب وینا وکړه او ویې ویل : د زرمت ولسوالی ولسونو ته ډاډ ورکوم کومي پروژې او کوچنې بندونه چې د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت له لورې پلې کیږي ټول معیارونه ورته په نظر کې نیول شوي دي او د هیواد د مسلکې انجینرانو له لورې تطبیق کیږي.

دغه بند (۸۵) متره اوږدوالی، (۶.۵) متره لوړوالی او د (۱۵۰۰۰) متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري.

د یاد بند د جوړولو په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به لوړه وساتل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS